سپینه ماڼۍ وایي، له ایران سره جګړه او د بحران زیاتېدل نه غواړي

پر اسرایيل باندي د ایران د بې پيلوټه الوتکو او توغندیو له بریدونو وروسته نن د یکشنبې په ورځ د سپيني ماڼۍ ویلي، متحده ایالتونه په منځني ختیځ کي د شخړي زیاتېدل نه غواړي.
د سپينې ماڼۍ د امنیت شورا ویاند جان کربي وايي، دوی نه غواړي چي د دې شخړي زیاتېدل وویني او له ایران سره د جګړې پراختیا نه غواړي.
هغه زیاته کړې چي دوی په سیمه کي د مېشتو امریکايي ځواکونو په اړه د ایران ګواښونو ته متوجه دي.
د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي پر اسراییل د ایران له برید وروسته ویلي وه که اسراییل د تهران له بریدونو وروسته کوم بې باکانه اقدام وکړ د ایران ځواب به لا سخت وي.
اسرایيل وایي، د ایران د بې پيلوټه الوتکو او توغندو د بریدنو ۹۹ سلنه یې په هوا کي خنثی کړي خو امریکایي چارواکو بیا ویلي، چي دوی په دې برخه کي له اسراییل سره مرسته کړې ده.