سپین غر ۳مه ماته وخوړه

د شپږیزه ۲۰ اوریزه کرکټ لیګ په شپږمه لوبه کي سپین غر کرکټ لوبډلي نن له مس عینک کرکټ لوبډلي څخه په اوو وکټو ماته ورکړه او روان لیګ کي ئې دا درېيمه لوبه وه چي، بایلي يې.

په دې لوبه کي سپین غر د لوبي پچه وګټل او د توپوهني پرېکړه وکړه، دې لوبډلي په ۲۰م اور کي د ټولو لوبغاړو په سوځېدو د طارق ۲۱ او حسن عیسی خېل ۱۶ منډو په مټ مس عینک لوبډلي ته ۱۰۶ منډي هدف ورکړ او د مس عینک لوبډلي له پاره په توپ اچونه کي ضیاء الرحمن او وحیدالله ځدراڼ دوه، دوه لوبغاړي وسوځول.

مس عینک لوبډلي یاد هدف په ۱۳م اور کي د وفیع الله ترخېل ۷۷ ناسوځېدلو منډو په مټ پوره کړ او د سپین غر لوبډلي له پاره په توپ اچونه کي بلال سمیع دوه او طاریق یو لوبغاړی وسوځوی.

په دې لیګ کي د سهار په لوبه کي بند امیر لوبډلي له بست لوبډلي څخه په سوپر اور کي ماته وخوړه.