دارزګان یوه حجاڼۍ چي د حج مراسمو له پاره مکې مکرمې ته تللې وه، هلته ئې کوچنۍ لور زېږيدلي وه.
د سعودي عربستان د حکومت له خوا دغي تازه زېږیدلي افغاني نجلۍ ته د زیږون سند تابیعت کارټ هم ورکړل سوی او جده کي د افغان قونسلګرۍ له خوا ورته د بیرته ستنېدو ترانزیت پاس هم ورکول سوی وو.
تمه ده چي په سعودي کي دغه زېږېدلې کوچنۍ نن شپه له خپلي مور سره یو ځای په الوتکه کي افغانستان ته راستانه سي.
یاده افغانه نجلۍ په مینا شریفه کي پیدا سوې ځکه ئې نوم هم مینا ورته انتخاب سوی دئ.