د متحده عربي اماراتو په دوبۍ کي د محمد بن راشد په نوم د اسلامي کلتور یو مرکز اعلان کړی چي د ۲۰۲۵ کال په اولو شپږو میاشتو کي ۳۶۰۰ کسان د دوی د دعوت له لاري اسلام ته داخل سوي دي .
د یاد مرکز په رسمي بیان کي راغلي دي چي دا د ددوی د مختلفو هڅو او پرواګرامو نتیجه وه ، چي په سر کي ېې د ( پایداري پوهي غرفه ) په نوم یوې څانګې خلګو ته ۴۷ درسي دورې وړاندي کړي وې چي تر ۱۴۰۰ پوري به کسان ورته حاضرېدل .
په بیان کي دا هم راغلي دي چي یاد کسان د مختلفو دینو او مختلفو هیوادو څخه وه چي اسلام دین یې قبول کړی دی .
د یاد مرکز مشر جاسم محمد الخزرجي ویلي دي : چي دغه شمېرې زموږ د هغو ژمنو څرګندونه کوي چي د دینو او کلتورو تر منځ پُلونه به جوړ کړو او د اسلام هغه روښانه څهره به ټوله دنیا ته وښیو.