سږکال ۱۸ افغان حاجيان په سعودي عربستان کي وفات سوي دي

د ط..البانو ارشاد، حج او اوقافو وزارت د افغان حاجیانو د بېرته راستنېدو د بهیر د پای ته رسېدو خبر ورکړی او وایي چي سږ کال د حج په مراسمو کي ۱۸ افغان حاجیان وفات سوي دي.
د ط..البانو د ارشاد، حج او اوقافو وزارت وايي چي سږ کال ۳۰ زره افغان حاجيانو سعودي عربستان ته تللي وو، چي ټول حاجيان د حج تر ادا کولو وروسته بېرته افغانستان ته راغلي دي.
د دغه وزارت د معلوماتو د مخي چي سږ کال د بېلابېلو ناروغیو او ترافیکي پېښو له امله ۱۸ افغان حاجیان په سعودي عربستان کي وفات سوي دي. دغه وزارت وايي چي د دغو ۱۸ حاجیانو څخه دوه تنه په مدینه منوره کي او پاته نور ټول په مکه مکرمه کي وفات سوي دي.