سږ کال په خیبر پښتونخوا کي نژدې ۱۰۰۰ تنه په وسله والو بریدونو کي وژل سوي یا ټپیان سوي دي

د پاکستاني رسنیو د راپور پر اساس، سږ کال په خیبر پښتونخوا کي نژدې ۱۰۰۰ تنه په وسله والو بریدونو کي وژل سوي یا ټپیان سوي دي.
د راپورونو له مخي سږ کال یوازي د خیبر پښتونخوا ایالت په بریدونو کي ۹۵۳ پوځیانو او ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې چي په هغو کي ۳۳۷ وژل سوي دي.
ویل کیږي په دې موده کي په خیبر پښتونخوا کي ۶۱۶ نور کسان ټپیان سوي دي.
د معلوماتو له مخي، په خیبر پښتونخوا کي د ناامنۍ له زیاتوالي وروسته، د تاوتریخوالي، جرمونو او تښتونو شمیر هم ډیر سوی دی.
په بلوچستان کي هم وضعیت دې ته ورته دی.
د بلوچستان اوسیدونکي وايي چي د امنیتي پېښو ترڅنګ جنايي پېښي لکه د پیسو لپاره برمته کول ډېر سوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *