د يوه تازه ريپوټ له مخي، د ايران له خاوري د افغان کډوالو د جبري ايستلو بهير لا هم روان دی.
ګڼ شمېر بېرته را شړل سوي افغان کډوال وايي چي د ايران پوليسو ورسره ناوړه او سپک چلند کړی دئ.
د سکای نيوز د راپور له مخي، ګڼ شمېر افغانان شکايت کوي چي د اخراج پر مهال د وهلو ټکولو او سپکاوي سره مخ سوي دي.
رپوټ زياتوي، ايران يوازي د روان ميلادي کال په ترڅ کي شاوخوا يو اعشاريه درې ميليونه افغان اتباع له خپلي خاوري ايستلي او افغانستان ته ئې شړلي دي.
د سکای نيوز د موندنو له مخي، ډېری هغه کسان چي له ايرانه شړل سوي، په اصل کي د کار او د ژوند د ښه راتلونکي په لټه کي د دې هیواد لور ته تللي وو، خو له سختو محدوديتونو، کارځایونو کي له زور زياتي او د پوليسو له تاوتريخوالي سره مخ سوي دي.
په راپور کي د يو افغان کډوال روحالله محمدي، کيسه هم ياد سوې ده. هغه وايي چي د خپلي کورنۍ د ملاتړ له پاره ئې ايران ته د کار نيت کړی و، خو د قانوني اسنادو نه لرلو له امله پوليسو ونيوی او بېرته ئې افغانستان ته وشړی.
نړۍوالي ادارې وايي، د ايران دا چلند د کډوالو د ساتني له نړۍوالو اصولو سره په څرګند ډول په ټکر کي دئ.
دوی له تهران غواړي چي د افغان کډوالو د اخراج پر مهال د زور زياتي پر ځای د بشري چلند اصول مراعات کړي