سیف الاسلام خېبر: د ښځي او نر توپير په ږيره کي دئ

د ط…البانو د امربالمعروف او شکایتونو اوریدلو وزارت ویاند سيف الاسلام خېبر په خپله ايکس پاڼه باندي ليکلي دي، چي په ټولنه کي د نارينه او ښځينه توپير په ږيره کېږي. هغه له ټولو افغانانو څخه غوښتنه کړې ده، چي ږيره دي پرېږدي، ترڅو توپير ئې د ښځي سره وسي.
هغه دغه راز زیاتوي، چي ږیره خریل د خدای تعالی له طبیعي جوړښت څخه نافرماني ده او خلګ باید له دغه ګناه څخه ځانونه وساتي.
په ورته وخت کي د ټولنيزو رسنيو کارونکو د ط…البانو د دغه وزارت د وياند د څرګندونو اړوند غبرګونونه ښودلي او پر يادي موضوع ئې بېلابېلي تبصرې کړي دي.
د يادوني وړ ده، چي د طالبانو د امربالمعروف محستبانو سلمانانو ته خبرداری ورکړی، چي د ږیري له خریلو، ډولي ږیرو جوړولو، فېشني ویښتانو جوړولو او د نارینه وو له سینګارولو څخه به ډډه کوي او که چيري ونيول سي قانوني چلند ورسره کېږي.