د افغانستان د بیارغوني له پاره د امریکا د څارني اداره (SIGAR) وايي، په روان ۲۰۲۴ زېږدیز کال کي له افغانستان سره ۸۸۵ ملیونه امريکايي ډالره بشري مرسته کوي.
یادي ادارې پرون په خپل درې میاشتني راپور کي د دغي مرستي خبر ورکړی دی.
سیګار ویلي چي، د یادي بشري مرستي له پیسو څخه ئې ۲۸۰ ملیونه امریکايي ډالره د خوړو نړیوال پروګرام (W.F.P) ته ورکړي؛ ترڅو اړو افغانانو ته مرستي په برابري کړي.
د یادي ادارې په وینا، له کومه راهیسي چي، سرپرست حکومت پر افغانستان حاکم سوی، له افغانستان سره ئې د لوی مرسته کوونکي هیواد په توګه څه باندي ۲۱ ملیارډ امریکايي ډالره مرسته کړې ده.