سیګار وایي، له افغانستان سره د امریکا په ځینو مرستو کي د بشپړي څارني تګلاري نسته

په افغانستان کي د امریکا پر مرستو د څار اداره ( سیګار) وایي، د طـ.البانو تر واک لاندي افغانستان سره د امریکا ځیني مرستي د بشپړي څارني تګلاري نه لري.
سیګار په یوه راپور کي د بیلګې په ډول د خوړو نړیوال پروګرام ( ډبلیو.ایف.پي) او د روغتیا نړیوال سازمان ( ډبلیو.ایچ.او) یادونه کړې چي ګواکي په مرستو کي یې د څارني ډاډمني تګلاري نسته.
سیګار په خپل دغه راپور کي د اتلسو نړیوالو ادارو سره چي امریکا په افغانستان کي ورسره د بشري مرستو په هدف پیسې ورکړي، د نهو نړیوالو ادارو پلټنه کړې.
د دغه ادارې په وینا، په اکثرو دغو سازمانونو کي د روڼوالي او څارني تګلاري په نظر کي نیول سوي، خو زیاته کړې يې ده چي د صلاحیتونو د محدودیتونو او د ادارې د نه فعالیت له کبله د حکومت له خوا څارنه پکښي د پام وړ کمه سوې ده.
سیګار دې احتمال ته هم اشاره کړې چي د څارني د بشپړ چوکاټ د نشتون له کبله ممکن طـ.البانو له دې مرستو ګټه اخیستې وي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *