شانګهای سازمان د افغانستان د امنیتي وضعیت په اړه اندېښنې څرګندي کړي

د قزاقستان ولسمشر وایي، د شانګهای سازمان غړي هیوادونه باید د افغانستان وضعیت ته پام زیات کړي ترڅو د دغه هیواد له خاوري څخه نړیوالي تروریستي ډلې کار وانه خیستلای سي.
هغه دغه څرګندوني د قزاقستان په پلازمېنه استانه کي د شانګهای د همکارۍ د سازمان د غړیو هیوادونو د ملي امنیت د سلاکارانو په غونډه کي کړي دي.
د قزاقستان ولسمشر قاسم جومارت توقاییف دغه راز په افغانستان کي اوسني بشري بحران ته هم په اشارې ویلي، مهمه ده چي په دې برخه کي هڅې دوام پيدا کړي ترڅو په دې هیواد کي د دغه بحران مخه ونیول سي.
د شانګهای د همکاری د سازمان د غړیو هیوادونو د ملي امنیت سلاکارانو هم په یوه خپره سوې اعلامیه کي له طالبانو غوښتي چي د نړیوالو ترهګرو ډلو پر وړاندي مبارزه کي خپل مسولیت پرځای کړي.
طالبانو تازه څه نه دي ویلي خو مخکي یې د داسي څرګندونو په اړه په وار وار ویلي چي هیڅ یوې ډلي ته به اجازه ورنه کړي چي د افغانستان له خاوري پر نورو د برید لپاره کار واخلي.