د پاکستان د بهرنيو چارو وزات وياند شفقت علي په خپلو وروستيو څرګندونو کي ويلي، چي د تحريک ط..البان پاکستان او د بلوڅو ازادۍ غوښتونکو په څېر وسله والي ډلي د هند په ملاتړ د افغانستان د خاوري څخه په ګټه اخيستلو په پاکستان کي فعاليت کوي او د ناامنۍ له پاره لمن وهي.
هغه د خپلو خبرو پرمهال ويلي، چي دغه ترهګريزي ډلي د افغانستان خاوره د پاکستان د ناامنه کولو له پاره د وسایلو په توګه کاروي.
هغه زیاته کړې، چي د پاکستان د امنیتي اندېښنو په اړه د ط..البانو سره په کابل کي خبري کړي او اوس اسلام اباد د ط..البانو له خوا د دې اندېښنو په اړه ښه پوهه لیدلې ده.
شفقت علي ویلي، چي پاکستان د ط..البانو غواړي چي په افغانستان کي د دې ډلو د شتون او فعالیتونو مخنیوي له پاره جدي ګامونه پورته کړي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند همداراز ټینګار کړی، چي هر هغه څوک چي په دې هیواد کي قانوني اسناد ونه لري، په ځانګړي توګه افغان کډوال، د موجوده قوانینو سره سم له پاکستان څخه به ايستل کېږي.