د تېر شل کلن جمهوري نظام پرمهال د افغانستان د کندهار د ډنډ ولسوالۍ اړوند د پخواني جمهور رئیس حامد کرزي د کلي (کرز) د ښوونځي څخه يوه نجلۍ هم نه ده فارغه سوې.
د حامد کرزي د واکمنۍ څخه نيولې بیا د جمهوري نظام د سقوط تر وخته پوري د حامد کرزي په کلي (کرز) کي يوازي د نجونو يوه ابتدائیه ښوونځي وه او لېسه نه وه.
د ط..البانو د بيا واکمنېدو سره سم د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د افغان نجونو پر زده کړه ټينګار کړی او د خپلو خبرو پرمهال ئې هر وخت د نجونو او مېرمنو پرمخ د ښوونځي او پوهنتون د دروازو د خلاصولو غوښتنه کړې ده.
هغه دغه راز د تېر ۱۴۰۴ کال په کانکور ازموینه کي د نجونو پر نه شتون خواشیني ښودلې او یو ځل ئې بیا هیله څرګنده کړې چي، د نجونو پر مخ دي د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې خلاصي سي.
بلخوا بیا د سياسي چارو کارپوهان، د حامد کرزي دغه خبرو ته په اشاره څراغ تلوېزيون ته ويلي دي، چي حامد کرزی د افغان نجونو د ښوونځيو خلاصولو ته د سياسي مسئلې تر عينکو لاندي ګوري او په خبره ئې چي هغه د نجونو د ښوونځيو او زده کړو د موضوع څخه د خپل سياسي موخي له پاره استفاده کوي.