شمالي وزیرستان کي نامعلومو وسله والو د نجونو یو ښوونځی په بمونو الوځولی

د شمالي وزیرستان اوسېدونکي وايي، نامعلومو وسله والو په شیوه سیمه کي د عافیه اسلامي په نوم د نجونو یو ښوونځی په بمونو الوځولی.
د سیمي اوسېدونکي وایي، دا په همدې سیمه کي د نجونو یوازینی ښوونځی وو چي سلګونو نجونو پکښي زده کړي کولې.
دغه ښوونځی د شمالي وزیرستان د یو پښتون ځوان بهادر خان پشتین په هلو ځلو د نجونو د زده کړو لپاره فعال سوی وو.
بهادر خان وايي، وسله والو ورته څو ځله ګواښ ورته کړی وو چي پر ټولنيزو رسنيو دي د ښوونځي اعلانونه یا نور معلومات نه خپروي.
د پښتون ژغورني غورځنګ د رهبرۍ غړي علي وزیر پر دې پېښه کلک انتقاد کړی او وايي، د دا ډول پيښو تر شا د پاکستاني جنرالانو لاس دی او پښتانه په قصدي ډول له تعلیم څخه محرومیږي.