شمالي کوریا په خپلو تازه پوځي پرمختګونو کي یو نوی عصري جګړهییز ټانګ نندارې ته وړاندې کړی، چي د فعال دفاعي سیستم (APS) سره سمبال دئ.
د چارواکو په وینا، دغه سیستم کولای سي د ټانګ پر لور راتلونکې توغندي او بېپیلوټه الوتکې (ډرونونه) په هوا کي له منځه یوسي.
په ورته وخت کي، شمالي کوریا د جامدو سونتوکو له پاره د راکټ یو نوی او پیاوړی انجن هم ازمویلی دئ. ویل کېږي چي دغه انجن د کاربن فایبر له مرکب موادو جوړ سوی او شاوخوا ۲۵۰۰ کیلو نیوټن زور تولیدوي، چي دا د پام وړ لوړ ځواک بلل کېږي.
د راپورونو له مخې، د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون په خپله د دې ازموینو څارنه کړې ده.