شهزاده رضا پهلوي د فاکس نيوز سره په تازه مرکه کي ويلي، چي د ايران د حکومت د بدلون اصلي ځواک ولسي خلګ دي.
هغه د ايرانيانو څخه غوښتي چي د اوسني نظام په مقابل کي دي سړکونو ته راوزي او د ايران د نظام د بدلون له پاره دي خپل ځواک ښکاره کړي.
هغه د امريکا او نړۍوالو څخه غوښتي چي د ايران د ولس ملاتړ ته دي دوام ورکړي او هغوی دي يوازي نه پرېږدي؛ ترڅو هغوی خپل دولت بېرته لاس ته راوړي.
پهلوي زیاته کړې، چي اوسنی نظام د خبرو اراده نه لري او تر هغه وخته چي تر سخت فشار لاندي نه وي، د بدلون امکان ئې کم دئ.
نوموړي همداراز ویلي، که د ايران پر اوسني نظام اقتصادي او سیاسي فشار زیات سي نو دولت به ئې کمزوری سي او خلګ به د واک نیولو فرصت پيدا کړي.