د افغانستان له پاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق خان د مسکو فارمټ غونډه کي پر ط..البانو نیوکه کړې ده. نوموړي ویلي چي په افغانستان کې د پاکستان ضد وسلهوال حضور لري او باید د هغوی د فعالیتونو مخه ونیول سي.
هغه ټینګار کړی چي په سیمه کي باید د ترهګرۍ پر ضد ګډه مبارزه وسي او افغان خاوره د پاکستان پر ضد ونه کارول سي. پاکستان د ط..البانو د دوهم ځل واکمنۍ وروسته دا تور لګوي چي د دوی مخالفو وسلهوالو ته په افغانستان کي ځای ورکړل سوی؛ خو ځیني افغان شنونکي بیا وايي چي د پاکستان خاوره له کلونو راهیسي د افغانستان پر ضد کارول سوې ده.