صرافان: که د جوازونو ستونزو حل نه سي ډیری صرافان به له دې کاره لاس واخلي او زرګونه کسان به بې روزګاره سي

په کندهار کي صرافان وایي، د دوی لپاره د نوي جواز شرایط ډېر سخت دي او د ګوتو په شمېر کسان کولای سي چې دغه جواز واخلي او د صرافي کاروبار ته دوام ورکړي.
د کندهار د صرافانو د اتحادیې مشر حاجي قندي اغا وايي، مخکي د صرافيو د شرکتي جوازونو لپاره بانکي تضمین درې میلیونه افغانۍ او سرمایه لس میلیونه ټاکل سوې وه خو اوس د نوي شرکتي جواز له مخي باید بانکي تضمین لس میلیونه او سرمایه باید زر لکه وي چي دا د ډېرو لږ کسانو په وس پوره ده.
ده زیاته کړه، په کندهار کي شاوخوا شپږ سوه صرافان سته چي له هر یوه سره له پنځه تر لس تنو پوري نور کسان هم کار کوي او زرګونو کورنیو ته یې ګټه رسیږي خو که چیري دا کسان بې روزګاره کیږي برخلیک به یې معلوم نه وي.
دغه راز نور صرافان هم وایي، اکثره صرافان دومره سرمایه نه لري چي یوازي بانکي تضمین ورکړي نو بیا مجبوره دي چي له صرافي څخه به تیریږي.
د دوی په وینا، کله چي د نوي جوازونو موضوع یو ځل بیا راپورته سوې نو ډېری صرافان فکر کوي چي نور به صرافي پرېږدي ځکه د اکثره کسانو په وس نه ده چي دومره لوړ تضمین ورکړي.