ضمیر کابلوف وایي، طالبان له دې وروسته د دوی دښمنان نه دي

د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړی استازی ضمیر کابلوف وايي، طالبان له دې وروسته د روسانو دښمنان نه دي.
هغه د روسیې له یوې رسنۍ سره د خبرو پر مهال ویلي، د دې خبري معنی دا نه ده چي طالبان د روسیې لومړۍ درجه دوستان دي، خو دا خبره روښانه ده چي دوی نور د روسيې دښمنان نه دي.
ضمیر کابلوف زیاته کړې چي د مسکو او طالبانو ترمنځ لا هم ځیني مشخص سیاسي محدودیتونه سته.
روسیه ا.ا په رسمیت نه پېژني، خو دغه هیواد له هغه یو شمېر هیوادونو څخه دی چي د ا.ا ډیپلوماتان یې منلي دي.
ا.ا دا مهال له روسیې سره په تجارتي او نورو برخو کي تعاملات لري خو طالبان لا هم په روسیه کي یوه ممنوعه ډله ګڼل کيږي.