طارق علي بخیت: له ا.ا سره د ښځو کار او نجونو زده کړو په اړه خبري روانې دي

د افغانستان لپاره د اسلامي همکاریو د سازمان استازي د افغانستان د ننګونو د حل لپاره د یوې ستراتیژیکي او همږغي حل لاري پر رامنځته کولو ټینګار کړی دی.
د دوحې په درېیمه غونډه کي د دغه سازمان استازی وايي، دوی دې هدف ته د رسېدو لپاره د افغانستان له اوسنیو واکمنانو سره په دوامداره او رغنده توګه خبري کوي.
د دغه سازمان په خبرپاڼه کي راغلي چي طارق علي بخیت زیاته کړې، دغه سازمان له ا.ا سره د ښځو کار او نجونو زده کړو په اړه خبري رواني دي.
دغه سازمان په یوه خبرپاڼه کي ویلي، د افغانستان او خلکو پر وړاندي له ګڼو ننګونو سره د مقابلې لپاره د یوې همږغي او سټراټیژیکي تګلاري د خپلولو بیړنۍ اړتیا ده او دې موخي ته د رسیدو لپاره په دوامداره او رغنده توګه له افغانستان او اوسني چارواکو سره اړیکي دوام لري.
خو د ا.ا چارواکو په وار وار ویلي، که هیوادونه غواړي له افغانستان سره ستونزي حل سي نو باید د ا.ا سره تعامل وکړي.