ط…البانو دهغه ځوان سر په زور خريل چي په ښار کي به ئې په تيز رفتار موټر سيکل چلوئ

په کندهار کي ط…البانو د هغه تنکي ځوان په زور سر خریلی چي په ښار کي به ئې موترسيکل په تيز رفتار چلوی، ط…البانو د ياد ځوان ويډيو کړي او رسنيزه کړې ئې ده.
د ط…البانو پر دغه کړنه د ټولنيزو رسنيو يو شمېر کارونکو نيوکه کړې ده او زياتوي چي ځوانانو ته دغه ډول خپل سري او د صحرايي محکمو سزا ورکول د انساني کرامت خلاف عمل دئ، د‌هغوی په خبره چي که ځوانان سرغړونه کوي او يا هم د اصل خلاف کار تر سره کوي بايد د قانون مطابق د هغوي حقوق ته په کتلو عمل بايد ور سره وکړي.
دوي زياتوي چي د‌دغه ډول سزاګانو پر ځای بايد خلګو ته عامه پوهاوی ورکول سي نه دا ډول سزاګاني چي د انسانيت او بشریت خلاف وي.