د ط…لبانو له خوا د نیول سوي بریتانیوۍ جوړې لور سوزي رومر وایې، چي ط..البانو ئې د مور او پلار څخه ۲۹ ځله څېړنه کړې ده او هغوی ئې محکمې ته هم وړاندي کړي دي.
سوزي رومر د بریتانیا د یوې رسنۍ سره د خبرو پرمهال ویلي دي، چي مور او پلار ئې تر اوسه د خپل بند د دلیل په اړه نه پوهیږي او هیڅ تور ورباندي نه دئ ثابت سوی.
هغې د بریتانیا له حکومته غوښتي چي د مور او پلار د خوشي کولو لپاره ئې جدي ګامونه پورته کړي.