طـ…البانو د دوو نیول سویو بریتانیایانو دوسیه محکمې ته راجع کړې ده

د کورنیو چارو د وزارت ویاند وایي، چي د دوو نیول سویو بریتانیایانو دوسیه محکمې ته سپارل سوې ده.
عبدالمتین قانع اسوشیتد پریس اژانس ته ویلي، چي د دې دوو کسانو جرم لوی نه دی.
یو نارینه بریتانیایي پیټر رینولډز چي نهه اویا کاله عمر لري له خپلي میرمني باربي سره چي پنځه اویا کاله عمر لري د فبروري په لومړیو کي په بامیان کي نیول سوي وه.
دغو دوو کسانو هلته د زده کړي او روزني پروګرامونه مخته وړل او له نږدې دوو لسیزو راهیسي په افغانستان کي ژوند کوي.
د کورنیو چارو د وزارت ویاند ویلي، دي چي د دې دوو کسانو مشکل به ژر حل سي.
دا لومړی ځل دی چي طـ.البان د دې نیول سوي جوړې د دوسیې په اړه وضاحت ورکوي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *