ط..البانو اعلان کړی، چي د پنجشېر له کانونو تازه استخراج سوي ۳ زره او ۲۹۷ قیراطه زمرد ئې د یوې نوي داوطلبۍ له لاري

ط..البانو اعلان کړی، چي د پنجشېر له کانونو تازه استخراج سوي ۳ زره او ۲۹۷ قیراطه زمرد ئې د یوې نوي داوطلبۍ له لاري پر کورنیو سوداګرو د ۱۹۸ زره او ۳۷۰ امریکايي ډالرو په بدل کي خرڅ کړي دي.
د ط..البانو په وینا، دغه زمرد ئې د ازادي داوطلبۍ له لاري پر کورنيو سودګرو خرڅ کړي.
په ورته وخت کي د کانونو د چارو کارپوهان وايي، د افغانستان د قیمتي ډبرو استخراج په وروستیو کلونو کي چټک سوی او که څه هم دا چاره د عوایدو د زیاتېدو لامل کېږي، خو باید د تخنیکي او چاپېریالي معیارونو له مخي ترسره سي.

د کارپوهانو په خبره، که استخراج له علمي سروې او منظم پلان پرته دوام وکړي، د هیواد د قیمتي ډبرو زېرمي به ژر کمي سي.