ط..البانو د امر بالمعروف، نهي عن المنکر او شکایتونو اورېدو وزارت اعلان کړی، چي د کابل او بلخ ولایتونو په بېلابېلو سیمو کي ئې درې تنه هغه کسان نیولي، چي د جادو او کوډو په فعالیتونو تورن وو.
د یاد وزارت چارواکي وایي، چي دغه کسان هغه مهال نيول سوي، چي د دوی په خبره په غیرشرعي کړنو بوخت وو. مسئولین زیاتوي چي د دغو کسانو پر وړاندي به د اسلامي اصولو له مخي قانوني چلند ترسره کړي.
تر اوسه د نیول سوو کسانو د هویت او د فعالیتونو د څرنګوالي په اړه نور جزئیات ط.. البانو نه دي نشر کړي.