د بشري حقونو د ملاتړ مرکز او د بریتانیا د کمبریج پوهنتون په یوه ګډ تحقیقي راپور کي ویل سوي چي ط..البانو په افغانستان کي د ملګرو ملتونو د بشري حقونو اووه اساسي تړونونه نقض کړي.
د دغه راپور له مخي، ط..البانو د ښځو، ماشومانو، شکنجې، مدني، ټولنیزو او فرهنګي حقونو تړونونه تر پښو لاندي کړي او پراخي سرغړوني ئې کړي دي.
راپور د ملګرو ملتونو د بنسټونو محدودیتونه ارزولي او د بشري حقونو د خوندیتوب له پاره ئې نوې او عملي لاري وړاندیز کړي دي.
راپور زیاتوي چي معلومات ئې له باوري نړۍوالو سرچینو اخیستل سوي دي.