ط..البانو د خلګو او امامانو غوښتي، چي د‌ غزې د خلګو له پاره دعاوي او ختمونه وکړئ

د ط..البانو د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د یوې خبرپاڼي په خپرولو سره له ټولو افغانانو غوښتي، چي د راتلونکي جمعې په ورځ، د غویي پر ۹مه دي په ټول هيواد کښي د غزې د جګړې د قربانیانو په ملاتړ او د اسرائیلو له لوري د ترسره کېدونکي نسل وژني پر وړاندي دي ږغ پورته کړي.
په خپره سوې خبرپاڼه کښي دغه وزارت ویلي، د جوماتونو امامان دي د جمعې د لمانځه په خطبو کښي د غزې د خلکو د ملاتړ په موخه ویناوي وکړي، د هغوی له پاره دي دعاوي وکړي او خلګ دي وهڅوي چي د قران کریم ختمونه ترسره کړي. د خبرپاڼي له مخي، دا اقدامات د غزې د خلګ پر وړاندي د اسرائیلو د «وحشیانه اعمالو» او «نسل وژني» د غندني په موخه ترسره کېږي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *