ط..البانو د قيمتي معدنونو لرونکی پنجشیر د بدخشان د لاري د چترال سره وصل کړی

د معدن پوهانو په وينا پنجشېر د افغانستان د هغه ولايتونو له ډلي څخه دئ، چي پکښي په زیاته اندازه معدنونه موجود دي. د هغوی په وينا چي دغه ولايت کي د نورو قيمتي ډبرو تر څنګ د پنجشیرر زمرد ډېره مشهوره دي.
ط..البانو په خپل تازه اقدام کي دغه ولايت د بدخشان د لاري د پاکستان د خيبرپښتونخوا ايالت د چترال د سيمي سره وصل کړ دئ.
د پنجشیر ولايت له پاره د ط..البانو مسؤلين وايي د بدخشان د زیباک ولسوالۍ د لاري تر ډېورنډ فرضي کرښي پوري د پنجشير سړک د جوړېدو چارو د بشپړیدو سره، د دغه ولایت په ګډون د هیواد شمال‌ختیځ ولایتونه د لومړي ځل له پاره د خیبر پښتونخوا له چترال سیمي سره وصل سوي دي.
ط..البان په دې اند دي،چي د دې سړک د لاري به افغانان، په ځانګړې توګه د یادو ولایتونو اوسېدونکي له جغرافیوي انزوا او خراب اقتصادي وضعیته را ووځي او لومړی به له یو بل سره وصل سي او بیا به بهرنیو بازارونو ته لاسرسی پيدا کړي.
دغه سړک چي ۱۹۴ کیلو متره اوږدوالی او ۱۰ متره پلنوالی لري د غرنیو سیمو څخه تېر سوی او افغانستان د بدخشان ولایت د لاري د چترال سره نښلوي.
بلخوا بيا يو شمېر د سياسي چارو پوهان وايي، چي افغانستان د پاکستان سره پر سته سرحدي لارو باندي له ستونزو سره لاس او ګريوان دئ. د هغوی په خبره چي په اوسنيو سرحدي لارو باندي افغانان د پاکستان د حکومت له خوا سخت ځورول کېږي، وهل کېږي په يو او بل نامه ورڅخه پيسې اخېستل کېږي خو ط.البانو ئې تر اوسه پوري د پاکستان د حکومت څخه پوښتنه نه ده کړې. هغوی اندېښنه لري، چي پاکستان د افغانستان په پنجشیر کي موجوده معدنونو او کانونو ته زیان ونه رسوي او د ط..البانو د ادارې څخه غوښتنه کوي، چي د دغو سيمو په ښه ډول باندي څارنه وکړي.