ط..البانو د قيمتي ډبرو د قاچاق په تور نيول سوی روسی ازاد کړی

تاس خبري اژانس په نشر سوي راپور کي ويلي چي روسی څېړونکی او ډبرپوه سویاتوسلاو کاورین د ط..البانو د زندان څخه ازاد سوی او روسيې ته تللی دئ.
کاورین ۴۵ ورځي وړاندي ط..البانو په کندز ښار کي د قيمتي ډبرو د قاچاق په تور نيولی و او زنداني کړی و.
بايد وويل سي، چي ط..البانو د سویاتوسلاو کاورین د ازادېدو موضوع د رسنيو څخه پټه ساتلې او تر اوسه پوري ئې هېڅ هم نه دي ويلي.