د ط..البانو تر واک لاندي د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت څخه په خپره سوې خبرپاڼه کي ويل سوي، چي د مس عينک د شاوخوا سيمي څخه ئې ۱۴۳۰ قلمه بېلابېل تاريخي اثار تر لاسه کړي او کابل ته ئې انتقال کړي دي.
د دغه وزارت په خبره چي دغه ۱۴۳۰ قلمه تاريخي اثار ئې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د لرغون پېژندني رياست ته سپارلي دي، چي دغه اثار به تر پاککارۍ، ترمیم، پېژندني او ثبت وروسته د افغانستان ملي موزیم ته وسپارل سي.
د ط..البانو د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د مسؤلينو په خبره چي دغه پيدا سوي اثار کي د خټو، ډبرو، فلزي، ښیښې، هډوکو او لرګیو جوړ توکي شامل دي، چي تاریخ ئې تر پنځو زرو کلونو او د کوشانیانو او ساسانیانو دورو ته رسېږي.