ط..البانو د پنجشېر ۲۵۳۹ قیراطه زمرد خرڅ کړي

د ط..البانو تر واک لاندي د پنجشېر ولايت مقام څخه په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي دي، چي ط..البانو د دغه ولايت د زمردو د کانونو څخه ۲۵۳۹ قيراطه زمرد خرڅ کړي دي.
د ط..البانو له خوا په نشرسوې خبر پاڼه کي دغه راز ويل سوي دي، چي دغه ۲۵۳۹ قیراطه زمرد ئې د ازادي داوطلبۍ د لاري د ۳۴۷ زره او ۸۵۰ امریکايي ډالرو په ارزښت پر کورنيو او بهرنيو سوداګرو خرڅ کړي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي چي استخراج سوي زمرد له څېړلو او بسته‌بندۍ وروسته، د داوطلبۍ اړوند څارونکي پلاوي ته وړاندي سوي؛ څو د خرڅولو په بهیر کي ئې شفافیت او باور وساتل سي.