د ط..البانو او پاکستان ترمنځ د وروستیو شخړو له زیاتېدو وروسته، د ط..البانو چارواکو د پکتیکا ولایت د انګور اډې اوسېدونکو ته امر کړی چي له سیمې ووځي.
راپورونه وايي چي د خلګو تر وتلو وروسته، د ط..البانو ځواکونه سیمي ته رسېدلي او هلته ئې خپل حضور ټینګ کړی دئ.
د ط..البانو اړوندو رسنیو د راپورونو له مخي، دا اقدام د امنیتي تدابیرو د پیاوړتیا له پاره سوی او د یادي سیمي وضعیت اوس هم ترینګلی دئ.