د ط.البانو تر واک لاندي د بهرنیو چارو د وزارت څخه بغیر له عکس شواهدو او اسنادو یوه اعلامیه خپره سوې چي په افغانستان کي د پاکستان سفير یې د تیري شپې د بې پیلوټه الوتکو د بريد په خاطر احضار کړ.
په یاده اعلاميه کي د پاکستاني سفير د احضار هیڅ نوع تفصیلات او جزئیات نه دي وړاندي سوي،چي پاکستانی سفير په وزارت کي د چا له خوا احضار سو، او څه ورته وویل سوه،بلکي بغیر له عکس او اسنادو د احضار تشه ادعا سوې ده.
په دغه اعلاميه کي ط.البانو برید هم منلی دی چي د پاکستان د پوځ له خوا دافغانستان پر ننګرهار او خوست ولایتونو سوی دی، او په ترڅ کي یې ۳ تنه ملکیان وژل سوي او ۷ تنه ټپیان سوي دي.
د یادوني وړ ده چي د ط.البانو د بیا واکمنۍ راهيسي پاکستان په وار وار پر افغانستان د بې پیلوټه الوتکو بريدونه کړي،او بې ګناه ولسي خلګ یې وژلي خو د ط.البانو له خوا هیڅ نوع عکس العمل نه دی ښودل سوی،او تل یې په اړه چوپ پاته سوي دي.