ط.البانو د کندهار تکړه ممثلين(زر او چنار) له تمثیل کولو منع کړي دي

نن سې شنبه د سپټمبر (۰۹/۲۰۲۵) په کندهار کی د څراغ تلوېزیون محلي خبریال څراغ تلوېزیون ته خبر ورکړی چي دط.البانو د امر بالمعروف ډلي د کندهار تکړه ممثلين سمیع الله چنار او عطا الله زر پر ټولنیزو رسنیو د تمثيل کولو او نورو محتواو د نشرولو څخه منع کړي دي.

زر او چنار سره ورونه دي،چي دکندهار د تمثيل په ډګر کي خورا ځلیدلي دي،او پر ټولنیزو رسنیو یې د پام وړ مینوال پیدا کړي دي،هغوی پر خپلو صفحو اخلاقي،تفریحي،او کلتوري موضوعي و ټولني د تمثيل په بڼه وړاندي کولې،چي بلاخره د ط.البانو له خوا بغیر له کوم کره جرمي یا غیر اخلاقي ثبوت او اسنادو د تمثيل له ډګره منع کړل سوي دي.

د زر او چنار مينوالو د ط.البانو یاده کړنه په سختو ټکو غندلې ده،او پر ټولنیزو رسنیو یې پراخه خواشیني څرګنده کړې ده،د هغوی په خبره چي ط.البان داسي کارونو ته د پردي هېوادو په اشاره لاس اچوي،تر څو افغانان و نړۍ ته بې هنره او بې فرهنګه معرفي کړي.

د یادوني وړ ده چي ط.البانو مخکي هم څو ځله زر و چنار ته مختلف تهدیدونه کړي وه،چي بلاخره اوس يې په مکمله توګه د تمثيل له ډګره منع کړل .