ط..البانو د کندهار په دوکانونو او سوپر مارکيټونو کي د ناوکيو پرخرڅولو بنديز لګولی

د کندهار څخه د څراغ تلوېزيون خبريال د کندهار ښار د دوکاندارانو په حواله خبر ورکړی، چي په دغه ولايت کي د ط..البانو د امرب.المعروف رياست د محتسبانو له خوا دوکاندارنو ته سپارښتنه سوې ده، چي په خپلو دوکانونو کي به ناوکۍ (نانځکي) نه خرڅوئ.
هغوی د ناوکيو خرڅول او د ناوکيو سره د کوچنيانو لوبي حرامي بللي او د خلګو ئې هم غوښتي، چي د خپلو کوچنيانو د لوبو د پاره دي ناوکۍ نه اخلي.
د ط..البانو د امرب.المعروف رياست مسؤلين وايي، چي په دوکانونو او سوپرمارکيټونو کي ئې د کوچنيانو د لوبو دغه وسايل ځکه بند کړي، چي په اسلامي شريعت کي ورته اجازه نسته