ط..البانو د ۴۳ ميليونه افغانيو په ارزښت د نورستان د کونزايټ او بيروج ډبري خرڅي کړي

د ط..البانو تر واک لاندي د‌ نورستان ولايت مقام څخه په خپره سوې خبرپاڼه کښي ويل سوي، چي د دغه ولايت د کانونو او پطرولیم رياست له خوا د شاوخوا ۴۳ ميليونه افغانيو په ارزښت ئې د نورستان د دواب ولسوالۍ کونزايټ او بيروج قيمتي ډبرې خرڅي کړي دي.
د‌ يادوني وړ ده، چي ط..البانو تر دې وړاندې هم څو ځله په نورستان او کونړ کښي د بېروج ګران بیه ډبري خرڅي کړي دي. په دغو دوو ولایتونو کښي د افغانستان تر بل هر ځایه د ګران بیه ډبرو کانونه ډېر دي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *