ط..البانو له ټايلنډ څخه غوښتنه کړې، چي افغانستان کښي دي خپل پاته پروژې بشپړي کړي

د ط..البانو د چاپېریال ساتني ادارې څخه په خپره سوې خبرپاڼه کي ويل سوې دي، چي د دغې ادارې مسؤل مطيع الحق خالص په روسيه کښي د ټايلنډ هيواد د يوشمېر چارواکو سره ليدلي دي او پرمهال ئې د هغوی څخه غوښتنه کړې ده، چي په افغانستان کښي دي د چاپېريال ساتني په برخه کښي خپلي پاته پروژې بشپړي کړي.
په خبرپاڼه کي ويل سوي دي، چي په ليدنه کښي ټايلنډي لوري هم د افغانستان سره د همکارۍ ژمنه کړې او ويلي ئې دي، چي د سیمي په کچه د چاپېریالي ستونزو د حل ترڅنګ له اقلیمي بدلون سره د مبارزې په برخه کښي د افغانستان سره همکارۍ ته چمتو دي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *