ط..البانو په انقره کي خپل نوی سفير ټاکلی

د‌ ط..البانو د بهرنيو چارو وزارت ‌د چهارشنبې په ورځ په انقره کي خپل نوی سفير د دغه سفارت کارکوونکو ته ور پېژندلی دئ.
د ط..البانو تر واک لاندي د‌ بهرنيو چارو د وزارت څخه په خپره سوې خبرپاڼه کي ويلي، چي دغه وزات صنيع الله په ترکيه کي د افغانستان د‌لوی سفير په توګه ټاکلی.
خبرپاڼه زياتوي، چي د ياد سفير د معرفت په مراسيمو کي د‌ ط..البانو د‌ بهرنيو چارو سرپرست وزير هم ګډون کړی وو.
په خبرپاڼه کي ويل سوي، چي دغه ټاکنه د ترکيې د دولت او ط..البانو ترمنځ د اړيکو د ښه کولو په مانا ده.