ط..البانو په بادغيس کښي د نارينه محصلانو له پاره د روغتيايي علومو انسټیټیوټ پرانیستی

د ط..البانو تر واک لاندي باختر آژنس په خپاره سوي خبر کښي ويلي دي، چي د ط..البانو د عامي روغتيا د وزارت له خوا په بادغيس ولايت کښي د لومړي ځل له پاره دولتي انسټیټیوټ د نارينه محصلانو پرمخ پرانيستی.
د باختر آژانس د خبر له مخي په دغه انسټیټیوټ کښي به هغه ځوانانو ته چي د روغتيا په برخه کښي د نيمه لوړزده کړو سره علاقه ولري په څلور څانګو کښي نيمه لوړي زده کړي کوي.
بايد وويل سي، چي د ط..البانو له خوا په بادغيس کښي د ياد روغتيايي انسټیټیوټ پرانېستنه پر داسي مهال کېږي، چي په ټوله افغانستان کښي د ښځينه محصلانو پر زده کړه باندي بنديز لګېدلی، دغه انسټیټیوټ کښي به يوازي نارينه محصلان نيمه لوړي زده کړي کوي او ښځينه محصلان د ط..البانو د مشر م.لا هیب..ت الله د فرمان په اساس ورڅخه بې برخي دي او د زده کړو حق ئې ورڅخه اخېستی دئ.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *