ط..البانو په بدخشان کي د سروزرو د کانونو استخراج چټک کړی؛ خو ډېر وخت د دغو کانونو د استخراج پر سر د ط..البانو ترمنځ

ط..البانو په بدخشان کي د سروزرو د کانونو استخراج چټک کړی؛ خو ډېر وخت د دغو کانونو د استخراج پر سر د ط..البانو ترمنځ خپلمنځي اختلافات راځي او اختلافات ئې په جګړو بدلېږي.
د بدخشان ولايت د شکي ولسوالۍ څخه ځايي سرچينو تازه څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي، د ط..البانو له لوري تازه ټاکل سوی د کانونو مدير عبدالمبين د ط..البانو د يوې بلي ډلي له خوا وهل سوی دئ.
سرچينې په وينا چي د ط..البانو دغه مدير د شکي ـ خواهان پر لاره د جمعه فاتح په نوم د ط..البانو د يوې بلي ډلي له خوا سخت وهل سوی دئ.

د معلوماتو له مخي، له عبدالمبين څخه شاوخوا ۶۰ مثقاله سره زر او دوه ميله وسلې هم اخيستل سوي دي.
تر اوسه د بدخشان امنيتي ط..البانو د دغي پېښي په اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.