د ط..البانو تر واک لاندي د ستري محکمې څخه د پنج شنبې په ورځ په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي، چي په بلخ کي ئې يوه ښځه د نامشروع اړيکو په تور په عام محضر کي ۳۹ دورې وهلې ده.
په خبرپاڼه کي ويل سوي، چي دغي ښځي ته ئې د تنفيذي بند سزا هم ورکړې ده.
بايد وويل سي، چي ط..البانو تېره ورځ هم شپږ تنه په سرپل، کنړ او تخار کي د بېلابېلو جرمونو په تړاو په دورو وهلي وو