ط..البانو په تخار کي يوه ښځه او نر په دورو وهلي

د ط..البانو د ستري محکمې څخه د چهارشنبې په ورځ په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سو ي دي، په دغه ولايت کي ئې يوه ښځه او سړی د کور څخه د تېښتي په تور په عام محضر کي په دورو وهلي دي.
په خبر پاڼه کي ويل سوي دي، چي دغه سړی او ښځه ئې په عام محضر کي ۳۹ـ۳۹ دورې وهلي او د تنفيذي بند په سزا ئې هم محکوم کړي دي.
بايد وويل سي، چي تر دې درې ورځي مخکي ط..البانو په ننګرهار کي هم درې کسان د غلا او لواطت په تور په عام محضر کي په دورو وهلي وو