ط..البانو په تخار کي يو تعويذګر وژلی

د تخار د خواجه بهاوالدين ولسوالۍ څخه ځايي خلګو څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي ط..البانو په دغه ولسوالۍ کي د ملارسول په نوم يو تعويذګر ويشتلی او وژلی دئ.
د ځايي خلګو په وينا چي ط..البان د دغه تعويذګر کور ته ورغلي وو، چي د ملا رسول سره ئې لفظي شخړه راغلې وه او هغه ئې ويشتلی او وژلی دئ.
د هغوی په خبره چي ط.. البان د دغه تعويذګر تر وژل کېد وروسته د سيمي څخه تښتېدلي.
هېره دي نه وي، چي تر اوسه ط..البانو د دغي پېښي په اړه څه نه دي ويلي.