ط..البانو په خوست ولايت کي د لونګ په نوم د ښوونيزي راډيو نشرات ځنډولي

ط..البانو په خوست ولايت کي د لونګ په نوم د ښوونيزي راډيو نشرات ځنډولي
د خوست ولايت د لونګ په نوم د ښوونيزي راډيو مسئولينو څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي د ط.. البانو له خوا د يادي راډيو ټول نشرات ځنډول سوي دي.
د هغوی په خبره چي دغه راډيو ټولي تعليمي او ښوونيزي خپروني وړاندي کولې، چي د ط.. البانو له خوا د نامعلومه دليل له مخي بندي سوي دي.

هغوی وايي چي د‌ دغي راډيو نشرات ئې د خوست ولايت د پوهني رياست په امر او د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د رسمي مکتوب په اساس بند کړي دي.
د يادي راډيو مسئولينو د ط.. البانو څخه غوښتي چي بېرته دي د نشراتو د پيلېدو اجازه ورکړي.