د خوست څخه ځايي سرچينو د شنبې په ورځ څراغ تلوېزيون ته ويلي دي، چي د دغه ولايت ط..البانو په خوست ولايت کي ټولو دکاندارنو ته امر کړی، چي د دکانو د لوحو څخه دي د حيواناتو انځورونه لېري کړي.
ط..البانو هغوی ته ويلي، چي په اسلام کي د ژونديو موجوداتو انځور اخيستلو او نشرولو ته اجازه نسته او د دکاندارنو څخه ئې غوښتي، چي پر لوحو او بېنرانو باندي د حيواناتو او مرغانو سرونه پرې کړئ.