ط..البانو په درو ولايتونو کي ۹ کسان په دورو وهلي

د ط..البانو تر واک لاندي د‌ستري محکمې څخه په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي، چي د چهارشنبې په ورځ ئې د دوو ښځو په ګډون ۹ کسان په عام محضر کي د غلا، لواطت او نامشروع اړیکو په تور په دورو وهلي دي.
په خبرپاڼه کي ويل سوي، چي د دوو ښځو په ګډون پنځه تنه ئې په کاپيسا، درې تنه په خوست او يو تن ئې په غزني کي په دورو وهلی دئ.
په خبرپاڼه کي ويل سوي، چي دغه کسان ئې د ۲۰-۳۹ پوري په دورو وهلي او د تنفيذي بند سزا ئې هم ورکړې.
دا په داسي حال کي ده، چي د ط.. البانو له خوا بدني سزاوي ورځ تر بلي زياتيږي.