د ط..البانو تر کنټرول لاندي د ستري محکمې څخه په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي، چي په کابل او زابل ولايتونو کي ئې د يوې ښځي په ګډون۳۰ کسان په عام محضر کي د نشه يي توکو د قاچاق، غلا، جنسي تېري او زنا په تور په دورو وهلي.
د خبرپاڼي په حواله دغه کسان ئې د ۱۰-۳۹ پوري په دورو وهلي او د ۷ مياشتو څخه تر يوه کاله پوري ئې د بند سزا ور کړې ده