ط..البانو په لغمان کي ۱۸۵ کيلوګرامه نشه یي توکي نيولي

د ط..البانو د کورنيو چارو وزارت څخه د شنبې په ورځ په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي، چي په لغمان ولایت کي د کابل – جلال‌آباد پر لویه لار باندي يوه مازدا موټر چي ۱۸۵ کيلوګرامه نشه يي توکي په کښي بار وه نيولې ده.
په خبرپاڼه کي ويل سوي، چي په دغه مازدا موټر کي په خورا مهارت سره ۱۵۵ کیلوګرامه تریاک او ۳۰ کیلوګرام هیرویین ځای پر ځای سوي وو، چي د ط..البانو له خوا نيول سوي.
خبرپاڼه دغه راز زياتوي، چي د يادو نشه يي توکو سره يو ځای ئې د مازدا موټر چلوونکی نیولی او تر څېړنو لاندي دئ.