ط..البانو په لغمان کښي دوه تنه په دورو وهلي دي

د ط..البانو تر واک لاندي ستري محکمې څخه په خپره سوې خبرپاڼه کښي ويل سوي دي، چي د دوشنبې په ورځ ئې د يوې ښځي په ګډون دوه تنه په عام محضر کښي د‌ کور څخه د تېښتي په تور د‌خلګو د سترګو په وړاندي په دورو وهلي دي.
په خبرپاڼه کښي ويل سوي، چي يادو کسانو ته ئې د شپږ مياشتو تنفيذي بند سزا هم ورکړې ده.