د لوګر څخه ځايي سرچينو څراغ تلوېزيون ته ويلي دي، چي په دغه ولايت کښي د ط..البانو امر ب..المعروف محتسبانو د يو شمېر سلمانانو دوکانونه تړلي او يو شمېر ځوانان ئې نیولي.
د سرچينې د معلوماتو له مخي دا اقدام ط.. البانو د ږيري خريلو او د سر وريښتان په فیشني ډول د جوړولو له امله ئې تر سره کړی دئ.
ځايي سرچينو څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي محتسبان په ښار کښي ګزمه کوي او د سلمانانو پر فعالیت څارنه کوي.
سرچينې ويلي چي د ږيري د خریلو او يا فيشني وريښتانو د جوړولو په صورت کښي د ط..البانو له خوا د سلمانانو دوکانونه مهر او لاک او ځوانان نیول کېږي.
بايد وويل سي، چي د ط..البانو له خوا دغه څار يوازي په لوګر کښي نه بلکي په ټولو ولايتونو کښي ئې تر سره کوي او د همدې موضوع اړوند ئې ډيری کسان نيولي او بنديان کړي دي.